زرغون بهير ادعا کوي چې د طالبانو په دفاع وزارت کې ۱۰۰ زره خيالي ځواکونو شته

د افغانستان د تېر حکومت د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په مشرۍ د زرغون بهیر وايي د طالبانو دفاع وزارت د یولک ۷۰ زره ځواکونو څخه یې يوازي ۷۰ زره اصلي دي. دا ادعا په داسې وخت کیږي، چې د طالبانو د دفاع وزیر په امر د ټولو طالب ځواکونو د بیا کرکتنې لپاره تصفیه پیل کړې ده.

د امرالله صالح په مشرۍ زرغون بهير نن دوشنبه د (وري ۲۷مه) په خپله اېکس پاڼه ليکي، چې د طالبانو د دفاع وزارت د ننه د سلګونو داخلي او پټو اسنادو ته یې لاس رسی پيدا کړی.

د دې حرکت استخباراتي برخې «رسا» د طالبانو د دفاع وزارت تشکيلات په شپږو مادو کې تشریح کړي دي.

رسا زياتوي، چې د طالبانو د فاع وزارت څخه يې د ۵۰ زره کسانو د ګمارولو فورمې ترلاسه کړي، چې ۹۳ سلنه يې پښتانه او پاته يې دري ژبي دي.

د دې ادارې د معلوماتو له مخي، چې «طالبانو په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر یولک ۷۰ زره ښودلی؛ خو په اصل کې يې شمېر ۷۰ زره دی.»

رسا ويلي، چې د طالبانو يو شمېر وسله والو ته د قومي او قبيلوي اړيکو پر بنسټ پر کورنو امتيازات ورکول کيږي.

د زرغون بهير «رسا» استخباراتي څانګې د خپل راپور په دوهمه ماده کې ليکي، چې د طالبانو دفاع وزارت د ځينو «مشرانو د خيال او ګټو» په پام کې نيولو سره «خيالي او حقيقي» ځواکونه نشي معلومولای.

په خبره، چې په تېرو دوو کلنو کې دې ادارې پنځه ځله د يوه خاص هيت په ټاکلو تصفيه ترسره کړې، چې د طالب مشرانو د ګټو په پام کې نيولو سره به نيمګړې پاته شول.

د زرغون بهير معلوماتي ادره رسا د خپل راپور په يوه بله برخه کې زياتوی، چې د ولایتونو د طالبانو دفاع وزارت اړوندو مرکزونو کې مسولين د خوراکي توکو د ترلاسه کولو لپاره د اصلي کسانو پر ځای خیالي کسان ليکي.

دغه بهیر وايي، چې «د طالبانو په روزنيزو مرکزونو کې تر ۵ سوه زيات کسان نه وي؛ خو دوی له ۱۵ زره څخه تر ۲۰ زرو د کسانو اعاشه اخلي.»

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلی .

د زرغون بهیر مشر امرالله صالح د تېري دوشنبې په ورځ د (وري ۲۰مه) هم د طالبانو تر واک لاندې د ۱۴۲ فعالو او غيري فعالو الوتکو نوملړ خپور کړی و.

دغه بهير ویلي و، چې د طالبانو په ۸ نظامي مرکزونو کې ۶۴ فعالې الوتکې او ۷۸ غیر فعالې الوتکې شته.

رغون بهير ادعا کړې وه، چې طالبان په افغانستان کې د فعالو الوتکو د شمېر په اړه ناسم معلومات ورکوي.