کلتور او ټولنه

طالبان: په کابل کې ۴۰۰ عنوانه کتابونه منع شوي او دا لړۍ به ولايتونو ته هم وغځول شي

طالبان: په کابل کې ۴۰۰ عنوانه کتابونه منع شوي او دا لړۍ به ولايتونو ته هم وغځول شي

د طالبانو ‏د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین او د باختر خبري اژانس مشر ضیاءالحق حقمل وایي، چې یادې ډلې په کابل کې ۴۰۰ عنوانه کتابونه منع اعلان کړي او دغه لړۍ به ولايتونو ته هم وغځول شي. د نوموړي په وینا، یاد شمېر کتابونه له افغاني او اسلامي ارزښتونو سره په تضاد کې و.

طالبان: یونسکو باید د جام منار په ساتنه کې خپل مسوولیت پر ځای کړي

طالبان: یونسکو باید د جام منار په ساتنه کې خپل مسوولیت پر ځای کړي

د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ مرستیال له دغه منار څخه لېدنه کړې او ویلي یې دي، چې د سېلابونو او طبیعي پېښو له امله یاد لرغوني منار ته زیان اوښتی دی. طالبان وايي، دغه منار په راتلونکي کې هم د زیانمنېدو له ګواښ سره مخ دی.

جنيد بنسټ رحمت شاه سايل ته د کال د غوره شاعر جايزه ور کړه

جنيد بنسټ رحمت شاه سايل ته د کال د غوره شاعر جايزه ور کړه

جنيد بنسټ د پښتو د غوره شعرونو د ۳ کال جايزې اعلان کړې، چې پکې یې نوښتګر شاعر رحمت شاه سایل د کال غوره شاعر بللی او د زر ډالرو جايزه يې ورته ځانګړې کړې. شاعران دغه بنسټ ته شعرونه ليږي او وروسته یې د ادبياتو یو څارپلاوی په انلاين ډول ارزوي، خو غوره شاعر له سیالۍ پرته ټاکل کېږي.

نيټ فلېکس له یو جنجال وروسته د «کندهار های جیک» فلم لړۍ ته د تښتوونکو نومونه اضافه کوي

نيټ فلېکس له یو جنجال وروسته د «کندهار های جیک» فلم لړۍ ته د تښتوونکو نومونه اضافه کوي

په هند کې د «ای سي ۸۱۴ کندهار های جیک» فلم د لړۍ په اړه د حکومت او نيټ فلېکس ادارې تر جنجال وروسته، نيټ فلېکس ويلي، چې د فلم په ځینو برخو کې بدلون راولي. د نيټ فلېکس وايي، چې د دغه سريال د پیل اعلان تغيروي تر څو د یرغمل نيوونکو اصلي او مستعار نومونه په کې شامل کړي.

د فلم نړۍ؛ د فرانسې د سینما وتلی ستوری الین ډیلون مړ شو

د فلم نړۍ؛ د فرانسې د سینما وتلی ستوری الین ډیلون مړ شو

د فرانسوي سینما د افسانوي لوبغاړي الین ډیلون اولادونو په یوه اعلاميه کې ويلي، چې پلار یې د اوږدې ناروغۍ وروسته د ۸۸ کلونو په عمر مړ شو. په اعلاميه کې ویل شوي: «نوموړی د فرانسې په دوشي ښار کې د خپلې کورنۍ او درېيو زامنو په حضور کې مړ شوی.»

د بشري حقونو ملاتړو له نړۍوالو وغوښتل، چې افغانستان کې دې ' فرهنګي ناورین' ته پاملرنه وکړي

د بشري حقونو ملاتړو له نړۍوالو وغوښتل، چې افغانستان کې دې ' فرهنګي ناورین' ته پاملرنه وکړي

د بشري حقونو د ملاتړ بنسټ په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د فرهنګي شتمنیو د لمنځه وړلو په اړه خبرداری ورکړی او له نړۍوالې ټولنې یې وغوښتل، چې په دغه هېواد کې دې «فرهنګي ناورین» له پامه نه غورځوي.

افغان لرغونپوه زمریالی طرزي په فرانسه کې ومړ

افغان لرغونپوه زمریالی طرزي په فرانسه کې ومړ

د دغه لرغونپوه خور هما طرزي افغانستان انټرنشنل ته وویل، زمریالی طرزي د جمعې په ورځ د چنګاښ په ۲۹مه د فرانسې په سټراسبورګ ښار کې مړ شو. زمریالی طرزي په ۱۹۳۹ کال کې په کابل کې زېږېدلی.

سېلاب خیریه بنسټ په ننګرهار کې د ۱۳۰ زلمیانو او پېغلو لپاره ډله ییز واده وکړ

سېلاب خیریه بنسټ په ننګرهار کې د ۱۳۰ زلمیانو او پېغلو لپاره ډله ییز واده وکړ

سېلاب خیریه بنسټ نن د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د ۱۳۰ زلمیانو او پېغلو ډلیز واده وکړ. د دغه بنسټ مشر سید احمد سېلاب وايي، ننګرهار د افغانستان په کچه واحد ولايت دی چې خسرګنۍ خپلو زومانو ته ولور او ټول لګښتونه وبښل.

د «ستاره افغان» پوډکاسټ د مشهور امریکايي سندرغاړي جان لیجنډ په کوربه‌توب خپریږي

د «ستاره افغان» پوډکاسټ د مشهور امریکايي سندرغاړي جان لیجنډ په کوربه‌توب خپریږي

مشهور امریکایي سندرغاړی جان لیجنډ د «ستاره افغان» په نوم د نوي پوډکاسټ کوربه‌توب کوي. دا مستند فلم د ستاره افغان د مشهورو ټلویزیوني خپرونو کیسه بیانوي، چې د طالبانو تر واکمنۍ مخکې یې په طلوع تلویزیون کې ۱۵ فصلونه خپاره شوي.

د هندي سینما نامتو ستوري سلمان خان پر کور د ډزو په تور دوه کسان ونیول شول

د هندي سینما نامتو ستوري سلمان خان پر کور د ډزو په تور دوه کسان ونیول شول

هندي رسنیو ویلي، چې د بالیووډ نامتو ستوري سلمان خان پر کور د ډزو په تور د یوې مجرمې ډلې دوه غړي نیول شوي دي. ویل شوي، چې دغو دوو کسانو د دوو غرنیو وزو د وژلو د غچ اخیستو په موخه د دغه مشهور هنرمند پر کور ډزې کړې دي.

یوناما وايي، پښتو د نړۍ څلورمه رسمي ژبه ده چې په فضا کې پرې خبرې شوې دي

یوناما وايي، پښتو د نړۍ څلورمه رسمي ژبه ده چې په فضا کې پرې خبرې شوې دي

یوناما فضا ته د انسان د ورتګ د نړۍوالې ورځې په درشل کې ویلي، پښتو څلورمه رسمی ژبه وه چې په فضا کې پرې خبرې شوې. یوناما ویلي، افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند په ۱۹۸۸کال کې فضا ته سفر وکړ او له هغه ځایه یې خپلې مور او د وخت له ولسمشر ډاکتر نجیب سره په پښتو ژبې خبرې وکړې.

په ټورنټو ښار کې د افغانانو اختر؛ یو شمېر افغانانو په دودیزو سیالیو اختر ونمانځه

په ټورنټو ښار کې د افغانانو اختر؛ یو شمېر افغانانو په دودیزو سیالیو اختر ونمانځه

د کاناډا په ټورنټو ښار کې ګڼ شمېر افغانان د اختر په لومړۍ ورځ سره یو ځای شوي وو او د اختر لمونځ یې په شریکه ادا کړ. په ټورنټو ښار کې چهارشنبه د اختر په لومړۍ ورځ د افغان ټولنیزو خدمتونو مرکز افغانانو لپاره د اختر د لمانځه تابیا ترڅ د اختر مبارکۍ پروګرام هم نیولی و.

په غنا کې له یوې ۱۲ نجلۍ سره د یوه ۶۳ کلن دیني عالم واده د خلکو غوسه راپارولې ده

په غنا کې له یوې ۱۲ نجلۍ سره د یوه ۶۳ کلن دیني عالم واده د خلکو غوسه راپارولې ده

د غنا په پلازمینه کې له یوې ځوانې نجلۍ سره د انیمیسم مذهب د یوه ۶۳ کلن دیني عالم واده په دغه هېواد کې د خلکو غوسه راپارولې او ځینو خلکو یې د نیولو غوښتنه کړې ده. یاد عالم د تېرې شنبې په ورځ اکرا ښار ته څېرمه په دودیزو مراسمو سره له دغې نجلۍ سره واده وکړ.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت: ځینې خلک د تاريخي اثارو او شتمنيو د لوټولو هڅه کوي

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت: ځینې خلک د تاريخي اثارو او شتمنيو د لوټولو هڅه کوي

د طالبان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او کلتور مرستیال وايي، چې په افغانستان کې يو شمېر کسان په يو او بل نوم هڅه کوي، چې تاريخي اثار او شتمنۍ قاچاق او یا تخريب کړي. عتیق الله عزيزي د تاريخي ارزښتونو ساتنه د ټولو (ديني) دنده وبلله.