پخواني ولسمشر، مشهورو څېرو او سياسيونو د افغانستان درې رنګه بيرغ د ملي يوالي نښه یاده کړې

په جلا وطنۍ کې د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني، یو شمېر سياسیونو، د جمهوريت پر مهال نظامیانو او افغان ملي لوبغاړو د افغانستان درې رنګه ملي بيرغ د ملي يوالي سمبول ياد کړی.

د پخواني ولسمشر په ګډون ملي لوبغاړو هم د زمري اوومه د بيرغ د ملي ورځ مبارکي ټولو افغانانو ته ويلې ده.

پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د یکشنبې په ورځ (د زمري ۷مه) پر خپله اېکس پاڼه د ملي بيرغ ورځ د هغو «شهیدانو یاد ته درناوی یاد کړی، چې خپل سرونه يې قرباني کړي او د وطن په خپلواکولو یې په لویه اسيا کې د استعمار خلاف د ازادۍ غوښتنې څپه وخوځوله.»

پخواني ولسمشر ليکلي: « د خپلواکۍ وروسته د لسیزو په اوږدو کې دا د يوالي او ورورلۍ نښه او د افغانانو هويت دی. نن ورځ يوازی دا درې رنګه بیرغ په هر ځای کې د هويت استازیتوب کوي.»

د افغانستان د بهرنيو چارو پخواني وزير محمد حنيف اتمر هم پر خپله اېکس پانه د ملي بيرغ د ورځې مبارکي ليکلې او دا يې د ازادۍ، خپلواکۍ او ملي يوالې نښه ياده کړې.

اتمر ليکلي: « بيرغ زموږ د ازادۍ، خپلواکۍ او ملي يووالي سمبول او زموږ د وياړلي تاريخ او ګډ راتلونکي څرګندوی.»

د افغانستان د ملي دفاع وزارت پخواني سرپرست شاه محمود میاخېل هم پر خپلې اېکس پاڼې افغانانو ته د ملي بیرغ مبارکي ویلې او زیاته کړې یې ده، چې د ملي بیرغ د ورځ په یاد به له بیرغ سره د ګیله من وزیر مینه همېشه تلپاتې وي.

نوموړي پر خپلې اېکس پاڼې د ګیله من وزیر له بیرغ سره یو ځای ویډیو او د هغه شاعري هم خپره کړې ده.

د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې کپتان راشد خان هم پر خپلو ټولنیزو رسنيو کې د ملي بيرغ سره خپل تصوير خپور کړی او ليکلي يې دي: « ګرانو وطنوالو د ملي بيرغ ورځ مو مبارک شه.»

د افغانستان پخواني پوځ جنرال او د افغانستان د متحدې جبهې مشر سمېع سادات هم پر خپله اېکس پاڼه په نظامي لباس کې د ملي بیرغ سره خپل تصوير خپور کړی او ور سره ليکلي يې دي: «د ملي بيرغ ورځ دې ټولو افغانانو ته مبارک وي.»

ځینو جلا وطنه افغان چارواکو، ملي لوبغاړو، مدني فعالانو او وطنپالو ځوانانو په خواله رسنیو کې هم د ملي بیرغ عکسونه لګولي او دا یې د افغانستان ملي نښان او هویت یاد کړی.

د نړۍ په په بېلابېلو رسمي دفترونو کې د افغانستان همدا درې رنګه بيرغ په رسميت پېژندل شوی او د ټولو نړۍوالو لوبو پرمهال هم همدا درې رنګه بيرغ رپيږي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو سره له ټولو ادارو او لوړو څوکو ملي بیرغ راښکته او پر ځای یې طالبانو خپل سپین بیرغ لګولی.

طالبانو په تېرو کلنو کې هم په ډېرو ولایتونو کې هغه ځوانان وهلي، بنديان کړي، شکنجه کړي او ګواښلي دي، چې درې رنګه ملي بيرغ ته به یې کمپاين کاوه او يا به ورسره ولیدل شو.

د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو د طالبانو له حکومته غوښتي، چې د افغانستان درې رنګه بیرغ د ملي بیرغ په توګه ومني.